سیمه ییز خبرونه
د بلخ په دولت آباد ولسوالۍ كې نا معلومو كسانو درې ښوونكي وژلي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د بلخ د پوهنې رييس قيس مهر آيين وايي، چې:
نامعلومو وسلوالو د چارشنبې په ورځ(د وري۷) د بلخ د دولت آباد ولسوالۍ د سرخ گنبد ښـوونځي درې ښوونكي په داسې حال كې وژلي، چې د كورونو پر لوري روان ول؛ خو بريد كوونكيو موټر سايكل سپرو له سيمې تېښته كړې ده.
د دولت آباد ولسوال امير محمد وقار او د بلخ والي وياند منير فرهاد د پېښې پخلى كړى دى.
تر اوسه د دغې پېښي مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى؛ خو سيمه ييز چارواكي وايي، چې ښايي دا كار د وسلوالو مخالفينو وي.