سیمه ییز خبرونه

د بلخ په شولگره ولسوالۍ کې سیمه ییز پولیس جوړ شول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د بلخ سيمه یيز چارواكي د دغه ولايت په نا امنه ولسوالۍ شولگره كې د امنيت د ټينگښت لپاره د سيمه یيزو پوليسو د جوړولو خبر وركوي.

د بلخ والي عطا محمد چې په دغه ولسوالۍ كې يې خبرې كولې يو ځل بيا ټينگار وكړ د سيمه یيز پوليسو په جوړيدو او د دوى ليكو ته د خلكو له خوا د كسانو په معرفي كولو سره به د بلخ په نا امنه سيمو كې امنيت ټينگ شي.

د بلخ د نا امنه ولسوالۍ شولگرې د امنيت د ټينگولو لپاره د سيمه یيزو پوليسو په چوكاټ كې سل كسان په دنده وگمارل شول.

د بلخ والي عطا محمد نور وايي:

كه څه هم شولگره د دغه ولايت نا امنه ولسوالې شميرل كيږي، خو د سيمه یيزو پوليسو را منځ ته كيدو سره به په دغه ولسوالۍ كې امنيت ښه شي.

نوموړې زیاتوی، چې د نورو امنيتي ځواكونو په څير سيمه یيز پولسو ته هم پوره امكانات وركول كيږي، خو دا دنده پر خلكو حكومت نه بلكې د خلكو د امنيت ساتل دي.

نوموړى همدارنگه وايي، هر څوك چې د پوليسو په ليكو كې له قانون سرغړونه وكړي يا كوم جرم تر سره كړي نو له سخت قانوني چلند سره به مخ شي.

همدارنگه په شمال كې د ۳۰۳ پامير زون قوماندان جنرال بابه جان وايي:

اوس مهال په درې شمالي ولايتونو او شپاړسو ولسواليو كې سيمه یيز پوليس په دنده گمارل شوي دي.

نوموړى پر دولت نيوكه كوي، چې د سيمه یيز پوليسو اكمالاتو، روزنې او جلب و جذب ته لږه پاملرنه كيږي.

د نوموړې په وينا اوس مهال ډيرى سيمه یيز پوليس په هيواد كې د بانفوذو كسانو د ساتنې لپاره گمارل شوي دي.

سيمه یيز پوليس هغه امنيتي ځواكونو دي، چې د سيمې د خلكو له خوا د سيمې د امنيت لپاره ټاكل كيږي او دولت ورته  تجهيزات او امكانات وركوي.

كه څه هم په هيواد كې د سيمه یيزو پوليسو له خوا د يو شمير جرمونو د ترسره كولو انديښنې اوس هم شته، خو د بلخ سيمه یيز چارواكي وايي، چې د سيمه یيزو پوليسو په را منځ ته كيدو سره به د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو مخه ونيول شي.

Trending

Exit mobile version