سیمه ییز خبرونه
د بلخ په پوهنې رياست كې له نويو ښوونكو ازموينه واخيستل شوه
د بلخ ولايت پوهنې رياست د يكشنبې په ورځ(د كب ۱۳) د دغه ولايت ښوونځيو ته له ښوونكيو ازموينه واخيسته.
په دې ازموينه كې د دولسمو او نيمه لوړو زده كړو له دوه زره ډېرو فارغانو گډون كړى دى.
د بلخ د پوهنې رياست وايي:
دغه ازموينه مو د بلخ ولايت د ولسواليو ښوونځيو ته د مسلكي ښوونكيو د وړاندې كولو په موخه تر سره كړې ده. كه نور داوطلب فارغان هم وغواړي؛ نو دغو ښوونځيو ته به جذب شي.
د پوهنې رياست په وينا، ډېري فارغان غواړي په مزار شريف ښار كې دندې تر سره كړي؛ خو اوس په ښار كې ډېرو ښوونكيو ته اړتيا نلرو.
د بلخ ولايتي شورا او د ازموينې يو شمېر گډونوال د ازموينې بهير ناسم بولي او وايي:
تېر كال په بشپړ رڼښت د ازموينې بهير تر سره شوى و، خو سږ كال د بې نظمۍ او گډوډۍ ښكار شو.
د ازموينې د بهير څارونكى پلاوى وايي:
د ازموينې بهير بشپړ روڼ او څارل شوى دى، چې گډونوال له هيڅ راز ستونزو سره مخ شوي نه دي.