بلخ @ps
د بلخ په کشنده ولسوالۍ کې د ناقانونه وسلوالو په نښته کې دولس تنه وژل شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د بلخ په کشنده ولسوالۍ کې د دوه ناقانونه وسلوالو قومندانانو ترمنځ په نښته کې دولس تنه وژل شوي دي.
چارواکې وايي، چې سیمی ته يې د دغي پېښي د څېړنو په موخه یو پلاوی استولی دی.
د کشنده ولسوالۍ په باختري کلي کې د ملا عبدالله او ملا خالیار په نومونو دوه وسلوالو قومندانانو تر منځ په نښته کې څوارلس کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتي، چې دغه دوه سیال قومندانان هم په وژل شويو کې شامل دي.
د بلخ والي ویاند منیر فرهاد بیا وايي، چې دغو قومندانانو پخوانۍ دښمني لرله.
ښاغلی فرهاد زیاتوي، د دغو دوه ناقانونه وسلوالو قومندانانو ترمنځ په تاوتريخوالي کې دولس تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.