تازه خبرونه
د بلخ په کلدار ولسوالۍ کې د قوشتېپې کانال د سربند جوړولو چارې چټکې روانې دي
(Last Updated On: سلواغه ۵, ۱۴۰۲)
د ملي پراختیا شرکت چارواکو ويلي؛ د بلخ ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د قوشتېپې کانال د سربند چارې ۵۰ سلنه بشپړې شوې دي.
د دې شرکت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دغه کانال د سربند جوړولو لپاره څه باندې دوه زره کسان له ۱۰۰۰ ماشينونو سره کار کوي او ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړ شي.
دا مهال د قوشتېپې کانال پر دوهیم فاز هم کار روان دی.
یو شمېر هغه کسان، چې په دې پروژه کې کار کوي وايي: د دوی یو لوی ارمان، چې د قوشتېپې کانال جوړېدل ول، پوره شوی دی.
د قوشتېپې کانال د هېواد یو له سترو کانالونو څخه دی، چې له بشپړیدو سره به یې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او افغانستان به ورسره د غلېدانې په تولید کې پر ځانبسیا هېواد شي.