سیمه ییز خبرونه
د بلخ پوهنتون په نوې ودانۍ د پاكستان له خوا ۱۸ ميليونه ډالره لګېدلي دي
د بلخ پوهنتون نوې ودانې د افغان او پاكستاني چارواكو له خوا پرانيستل شوه. په دې ودانى د پاكستان له خوا ۱۸ ميليون ډالره لګېدلي دي. په كابل كې د پاكستان سفير، چې په همدې موخه مزارشريف ته سفر كړى له افغانستان سره د خپلو د همكاريو په دوام ټينګار كوي.
د بلخ پوهنتون د نوى ودانۍ په پروژه ۱۸ ميليونه ډالره لګېدلي، چې پاكستان وركړي دي.
په كابل كې د پاكستان سفير محمد صادق، چې مزارشريف ته د همدې ودانۍ د پرانيستلو په موخه تللى وايي:
د پاكستان دولت ژمن دى، چې ۳۳۰ ميليونه ډالره نور د ښوونې او روزنې په شان په نورو مهمو برخو كې په افغانستان كې ولګوي.
په همدې وخت كې د بلخ والي عطامحمد نور او د ولسي جرګې غړي محمد محقق د پاكستان دا كار د دواړو هېوادونو د ښو اړيكو نښه ګڼي او په بلخ كې د بنسټيزو پروژو په جوړولو ټينګار كوي.
له بلې خوا د لوړو زده كړو وزير عبيدالله عبيد د بلخ په پوهنتون كې د اقتصاد او شرعياتو د پوهنځيو له پاره د دوو ودانيو د جوړولو د كار د پيل خبر وركوي.
پاكستان دا ودانۍ يوازې د انجينرۍ پوهنځي له پاره جوړه كړې وه، خو په دغه پوهنتون كې د ځاى نشتوالى د دې لامل شو، چې څلور نور پوهنځي هم دغه ودانۍ ته ولېږدول شي.