سیمه ییز خبرونه

د بلخ چارواكو د غضنفر شركت د نفتي موادو د چاڼځي تړل كيدل رد كړل

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

څه موده وړاندې له كابل څخه يو پلاوى حيرتان ته ولاړ، چې د غضنفر شركت د نفتو چاڼځى وڅيړي. ويل كيږي، چې غضنفر شركت زرگونه ټنه نيمه چاڼ شوي نفتي توكي هېواد ته د پروسيس كولو لپاره وارد كړل.بازار ته له وړاندې وروسته ورغلي پلاوي د غضنفر د نفتي موادو چاڼځى مهرولاك كړې دى.

له دې مخكې ځينو رسنيو ويلي ول، چې د نفتي موادو دغه چانځى په بشپړه توگه مهر و لاك شوى دى.

د بلخ ولايت د سكتوري خدماتو رييس ذبیح الله اختري رسنيو ته ويلي، چې يوازې د نيمه اومه نفتي موادو زيرمې مهرولاك شوې دي.

ښاغلى اختري زياتوي، سيمې ته تللي پلاوي د اومه او نيمه اومه نفتي موادو نمونې اخيستي، چې  لابرتوار كې وآزمويل شي.

ښاغلى اختري په ډاگه كړې، چې د غضنفر شركت د نيمه خامو نفتي توكو د زيرمو مهرولاك كيدو د پترولو پر بيو اغېز كړى  او په هر ټن پطرولو كې سل دالره بدلون راغلى دى.

د غضنفر شركت له خوا د نيمه خامو نفتي موادو واردول كه څه هم د وزيرانو شورا په اجازه تر سره شوي دي، خو د سون توكو وارودنكي سوداگر پرې سختې نيوكې كوي.

دوي وايي،  دا شركت پرته له دې، چې دا مواد چاڼ كړي، بازار ته يي وړاندې كوي او دا مواد چاپېريال زيانمنوي. كومې څرگندونې، چې د بلخ او د چاپېريال ساتنې ادارې چارواكو رد كړي دي.

Trending

Exit mobile version