بلخ @ps

د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍ کې طالبانو ۱۸ کسان وژلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 

د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ امنیت آمر ویلي، چې تېره شپه د دې ولایت په شولګره ولسوالۍ کې طالبانو ۱۸ کسان وژلي دي.

د بلخ ولایت امنیت آمر عبدالرزاق قادري وایي، تېره شپه طالبانو د اړوند سیمې۱۷ سیمه ییز پاڅونوال او  یو ملي پولیس د مرمیو پر ډزو وژلي دي.

د قادري په وینا؛ وسلوالو طالبانو د خپل یو نفوذي ملګري په مرسته د دې ولسوالۍ په بز بای کلي کې دا کسان له منځه وړي دي.

دغه راز ښاغلی قادري وایي، په دولت آباد او چهاربولګ ولسوالیو کې تصفیوي عملیات پای ته رسیدلي.

هغه وایي، په تېره یوه اوونۍ کې په سلګونه کلې د وسلوالو له شتون پاک او۲۲ وسلوال وژل شوي دي.

امنیتي مسوولین وایي، هغه کس، چې د طالبانو نفودي کس و او د خپلو ملګرو په وژلو کې یې همکاري کړې له سیمي تښتیدلی او له وسلوالو مخالفینو سره یوځای شوی دی.

Trending

Exit mobile version