بلخ @ps

د بلخ مشرۍ د لیږد په اړه ناندرې دې ژر او په سوله ییزه توګه حل شي-سپینه ماڼۍ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سپینې ماڼۍ په خپره  شوې اعلامیه کې راغلي، چې ولسمشر اشرف غني او د بلخ ګوښه شوی والي عطامحمد نور دې خپلې ناندرې نوي والي ته د واک د لیږد په اړه چټکې او په سوله ییزه توګه حل کړي.

تېره میاشت ارګ په ډاګه کړې وه، چې د بلخ والي عطامحمد نور استعفا ومنل شوه او انجنیر داود به ډېر ژر د نوموړي پر ځال دې ولایت ته وروپېژندل شي؛ خو عطامحمد نور، چې د ولایت تر څنګ د حزب جمعیت اسلامي افغانستان اجرائیه ریاست هم رهبري کاوه؛ د ځان په اړه د ولسمشر دغه پرېکړه رد کړه او اعلاموي، چې له هوکړې پرته یې هیڅوک د ولایت له مقامه ګوښه کولی نشي.    

امریکایي چارواکو څو ځله له دواړو خواوو وغوښتل، چې دغه ناندیزه موضوع د خبرو له لارې حل کړي؛ خو سپینې ماڼۍ د چارشنبې پر ورځ(د سلواغې ۳) اعلام کړه، چې د بلخ ولایت د مقام په اړه رامنځته شوې ناندې په بشپړ غور څارل کیږي.  

د سپینې ماڼۍ د اعلامیې له مخې؛ په دې موضوع کې د تاوتریخوالي او ناندرو غزولو ته هیڅ ځای نه لیدل کیږي. دوی باید خپل ملت ته وښيي، چې یاد بدلون په دې ولایت کې د ولسي چارو د پرمختګ او د ملي وحدت حکومت قانوني کولو لپاره تر سره کیږي. د حکومت له پرېکړې سرغړونه له قانون سرغړونه ده.

ترمپ دا هم ویلي، چې له شخصي ګټو څخه باید تېر شئ او د خپل هېواد  ګټې مقدمې او وړاندې کړئ.

نوموړي ویلي، چې خلک باید ډاډمن شي، چې نوی والي به په سیمه کې له امنیت او ثبات سره مرسته وکړي.

دغه راز ویل شوي، چې افغانان باید د اساسي قانون له مخې ستونزې حل او د قانون له مخې د برابرۍ اصل ته درناوی وکړي.  

د جمعیت اسلامي غړی عبدالستار مراد وایي؛ جمعیت پخپل دریځ ټینګ ولاړ دی او له خپلې غوښتنې نه تېریږي.

هغه زیاتوي؛ د حکومت په وړاندې د جمعیت دریدل د خلکو غوښتنه ده او له دې دریځ دفاع کوي.

سیاسي شنونکی احمد سعیدي په دې باور دی، چې ملي وحدت د امریکا پر زور کوړ شوی او رامنځته شوې ناندرې هم غواړي د خبرو له لارې حل کړي.

هغه زیاتوي؛ د افغانستان په سیاسي چارو کې د امریکا مداخله د حکومتي مشرانو لپاره ستر شرم دی.

که څه هم تېره یوه میاشت کې د جمعیت او حکومت استازیو خبرې کړي؛ خو تر اوسه د حل لارې هوکړې ته نه دي رسیدلي.

دا په داسی حال کې ده، چې عطا محمد نور ارګ ګواښلی، چې که له دندې لیري شي لویې لارې به وتړي او بغاوتونه به رامنځته شي.

Trending

Exit mobile version