بلخ @ps

د بلخ ولایت د چاربلوک ولسوالۍ امنیه قومندان سا ورکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بلخ ولایت امنیتي چارواکو منلې؛ څو ورځې وړاندې د بلخ د چار بولک ولسوالۍ امنیه قومندان محمد حلیم خنجر، چې له طالبانو سره په جګړه کې ټپي شوی و، تېره شپه یې سا ورکړه.

د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند شېر جان دراني آریانا نیوز ته ویلي، چې د امنیه قومندانۍ دغه سیمه ییز قومندان د مزارشرف په مرکزي روغتون کې ساه ورکړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې جګړه کې لسګونه وسلوال مخالفین او دوه د امنیتي ځواکونو سرتېري هم وژل شوي دي.

له تېرو څو ورځو راپدیخوا د دغې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې له طالبانو سره سختې نښتې شوي، چې ویل کیږي عامو وګړیو ته هم په کې زیان رسیدلی او له سیمې یې کډې بار کړې دي.

بلخ ولایت د هېواد په شمال کې څه ناڅه له امنه برخمن ولایت دی؛ خو  یو شمېر ولسوالۍ یې د چاربولک په ګډون ناامنه شوې دي.

Trending

Exit mobile version