بلخ @ps
د بلخ نومیالی هنري لوبغاړی ووژل شو
امنیتي چارواکو ویلي، چې په بلخ کې د دغه ولایت نومیالی ممثل قدوس فرهمند د ناپېژاندو وسلوالو پر ډزو ووژل شو.
د بلخ ولایت د پولیسو ویاند شېر جان دراني منلې، چې ارواښاد فرهمند له وسلوالو غلو سره له لفظي شخړې وروسته پر ډزو وژل شوی او ملګری یې د دغو غلو لخوا ټپي شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ وسلوال غله له سیمې تښتیدلي؛ خو د پېژندنې او پیدا کولو لټه یې روانه ده.
د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د قدوس فرهمند وژل کیدل ستره ضایعه بولي او وایي، چې ارواښاد د بلخ یوه ستره هنري څېره وه.
د افغانستان د سینما لوبغاړي قدوس فرهمند دوه لسیزې هنري فعالیت کړی؛ خو د جمعې پر ورځ خلم ولسوالۍ ته تللې و، چې د بېرته راتلو په وخت کې وسلوالو غلو وواژه.
د فرهمند دوستان د هغه ویر کوي.
د سینما لوبغاړی انور نبیل وایي؛ کله، چې زړه ودردیږي، ژبه غزیدی نشي.
د سینما لوبغاړی جمشید جهانفر وایي، ډېر خواشینی شوی یم. باور مې نه کیږي، چې د هېواد یو نومیالی هنرمند اوبریالی ممثل په داسې بڼه ووژل شي.
د قدوس فرهمند ورور د خپل ورور رسول فرهمند ویر کوي او له امنیتي ارګانونو غواړي، چې دا پېښه پوره وڅېړي.
ویل کیږي، چې یوه ډله هنرمندان د یوه پروګرام د تر سره کولو لپاره خلم ولسوالۍ ته تلي وه، چې د بېرته راتګ پر مهال د دغو وسلوالو غلو تر برید لاندې راغلي دي.