بلخ @ps

د بلخ دیني عالمان پر شاهین قول اردو برید وحشیانه او د اسلام خلاف بولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بلخ دیني عالمانو شورا ځینو غړیو پر ۲۰۹ شاهین قول اردو برید د اسلام خلاف عمل بولي او وایي، چې پر قول اردو برید د اسلامي او انساني موازینو خلاف عمل دی او څوک، چې کلمه وایي، وژنه یې ناروا ده.

د بلخ د ارشاد، حج او اوقافو رییس محمود دانشجو وایي؛ چا، چې پر قول اردو برید کړې، جنایت یې تر سره کړی او د توجیې وړ هم نه دی.

د بلخ د عالمانو شورا غړی محسن دانش هم په دې باور دی، چې په جومات کې پر لمونځ کوونکیو برید له دین ناوړه استفاده ده او د دولت وسلوال مخالفین تېروتنه کوي.

دیني عالم مطیع الله وایي، چې دغه تر سره شوي برید ته هیڅ شرعي دلیل نه لرو او مونږ ته د غندنې وړ عمل دی.         

پر شاهین قول اردو د وسلوالو طالبانو برید له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره هم مخامخ شوی دی.

Trending

Exit mobile version