بلخ @ps
د بلخ په چمتال کې ګازنللیکه ونښلول شوه
د بلخ د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر وایي د چمتال ولسوالۍ د بارګاه د اړوند سیمې په عملیاتو کې د کارخانې ګازنللیکه وروسته له ۱۵ ورځو بیا ونښلول شوه.
امنیتي چارواکي وايي؛ د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې ولید ۳۴ عملیات روان ساتل شوي او د دې ولایت د کود و برق د کارخانې غاز نللیکه، چې د چمتال ولسوالۍ په بارګاه سیمه کې د جوزجان ـ بلخ پر لاره ویجاړه شوې وه ونښلول شوه.
د بلخ د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر عبدالرزاق قادري وايي؛ په هوایي عملیاتو کې شپږ وسلوال وژل شوي دي، خو ۲۰۹ شاهین قول اردو د تلفاتو شمېر لس تنه ښيي.
د بلخ امنییه قومندانۍ د امنیت آمر زیاتوي، د جوزجان ـ مزار لار له وسلوالو مخالفانو پاکه شوې او د امنیتي قرارګاوو له جوړولو سره به په شولګر ، زارې او کشنده کې هم د طالبانو د فعالیت مخه ونیول شي.
دغه راز د شولګرې ولسوال سراج الدین عابد د دغې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو پر فعالیت اندېښنه ښودلې او وايي؛ کله کله وسلوال طالبان له البرز غرونو، صدمیش، ګوسفندي او دره صوف له سیمو بریدونه کوي.
د بلخ د شولګرې ولسوال ټینګار کوي، چې د دغې ولسوالۍ د امنیت د ټینګښت په موخه امنیتي بنسټونه باید په زیانمنونکیو سیمو کې ځواکمنې قرارګاوې جوړې کړي.
ویل کیږي، چې په دې بریدونو کې امنیتي ځواکونو او عامو خلکو ته زیان ندی رسیدلی.