بلخ @ps

د بلخ ولایت زارې ولسوالۍ ته د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

شاهین ۲۰۹ قول اردو په ډاګه کړې، چې د بلخ ولایت زارې ولسوالۍ ته د طالبانو نومول شوی ولسوال مولوي ګل احمد له افغان ځواکونو سره په نښته کې له خپلو اته ملګرو سره ووژل شو.

د یاد قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي؛ دغه نښته هغه مهال رامنځته شوه، چې طالبانو د مولوي ګل احمد(ابوذر) تر مشرۍ لاندې پر امنیتي ځواکونو برید وکړ.  

د طالبانو دغه برید د افغان ځواکونو له ټینګار سره مخ او د هوایي ځواکونو په بمبارد کې زاری ولسوالۍ ته نومول شوی طالب ولسوال له خپلو اته ملګرو سره ووژل شو او ۱۳ نور یې ټپیان شوي دي.  

د خبرپاڼې له مخې؛ د پاڅونوالو دوه ځواکه په دې نښته کې وژل شوي او د امنیتي ځواکونو څلور سرتېري ټپیان دي.

طالبانو تر دې دمه د دغې پېښې او نښتې په اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version