بلخ @ps

د بلخ ولایتي شورا له دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې ملاتړ څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشری نوماند محمد اشرف غني په بلخ کې د ټاکنیزې مبازې یوې غونډې ته ویلي، چې له ده څخه په ملاتړ د بلخ اوسیدونکیو په ټاکنو کې د بریالیتوب کیلي ده ته وسپارله.

د ټاکنیزو مبارزو په وروستیو ورځو کې د دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې مشر اشرف غني د سې شنبې پر ورځ( د تلې ۲) بلخ ته سفر وکړ او د خپلو ملاتړیو یوې غونډې ته یی وینا وکړه.

په دغه غونډه کې د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور یو شمېر ملاتړیو ګډون کړی و او له محمد اشرف غني یی ملاتړ څرګند کړ.

ښاغلی غني ويلي، بلخیانو له ده څخه پخپل ملاتړ د بریالیتوب کیلي وروسپارله.

اشرف غني  د بلخ له اوسیدونکیو وغوښتل، چې په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي او خپل برخلیک وټاکي. هغه دغه راز ویلي، چې د مارشال فهیم په اړه د ده خبرې ناسمې تعبیر شوې؛ ځکه هغه یې غوره دوست و.

د بلخ د ولایتي شورا رییس محمد افضل حدید وايي، په تېرو ټاکنو کې یې له عبدالله عبدالله ملاتړ وکړ؛ خو هغه پء خپلو ژمنو عمل ونکړ او اوس له  اشرف غني غواړي، چې پخپلو ژمنو عمل وکړي.

د عطامحمد نور او محمد اشرف غني ترمنځ اختلاف له هغه وروسته ډېر شو، چې د بلخ له ولایت یې لیرې کړ.

د یادونې ده، چې د ټاکنو د نوماندانو د نوملیکنې په پيل کې ښاغلی نور له محمد حنیف اتمر سره ولاړ و.

Trending

Exit mobile version