تازه خبرونه
د بلخ له مرکزي زندانه ۷۵ بندیان خوشي شول
د بلخ له مرکزي زندانه ۷۵ بندیان، چې له ۵ کلونو څخه پر لږ بند محکوم ول؛ د کرونا ویروس د خپریدو له وېرې خوشي شول.
له هغې وروسته، چې د عامې روغتیا وزارت په زندانونو کې پر کرونا ویروس د بندیانو له احتمالي اخته کیدو خبر ورکړ او اندېښنه یې وښوده، چې ګڼ بندیان په زندان کې له خطر سره مخ نشي؛ نو ولسمشر د بندیانو د خوشي کولو فرمان صادر کړ.
د دغه فرمان له مخې په لومړي پړاو کې د بلخ له زندان څخه ۷۵ بندیان خوشي شول، چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د بلخ ولایت مرستیال بشیرتوحیدي ویلي، چې دا بندیان د ولسمشر د فرمان له مخې خوشي شوي او په راتلونکې کې هم په پام کې ده، چې نور بندیان هم خوشي شي.
خوشي شوي بندیان د زندان له وضعیته اندطښمن دي او وایي، په یوه خونه کې له ۲۵ کسانو ډېر اوسیږي.
د بلخ د زندان مدیر هارون علیم هم دا خبره تائیدوي او وایي؛ ژر به د بلخ زندان نوې سیمې ته ولیږدول شي، چې مخکې په کې د سویډن د بیارغونې ولایټي ډلې کارکاوه .
په دې فرمان کې له ۹ تر ۱۰۰۰۰ پورې بندیان شامل دي.