بلخ @ps
د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې طالبانو ۱۳پاڅونوال وژلي
د بلخ په چمتال ولسوالۍ کی دیارلس پاڅونکوونکي د وسلوالو طالبانو له خوا وژل شوي دي.
تېره ورځ د دې ولسوالی د سپین جومات په کلي کې د غلام سخي تر قومندې لاندې دیارلس پاڅونوال د طالبانو له کمین سره مخ شوې او وژل شوي دي.
د بلخ والي ویاند منیر احمد فرهاد وايي، دا کسان په چمتال ولسوالۍ کې روانو عملیاتو ته روان ول.
هغه زیاتوي، سیمې ته نور مرستندوي ځواکونو استول شوي او د ښکېلو اړخونو تر منځ نښته روانه ده.
نوموړي دا هم په ډاګه کړې، چې په دې نښته کې طالبانو ته هم زیان رسیدلی دی.
د بلخ ابن سينا روغتون سرطبیب محمد فيض رسنيو ته تائيد کړې، چې له چمتال ولسوالۍ ديارلس مړي ور وړل شوي، چې پر ډزو لگیدلي دي.
چمتال ولسوالي د بلخ له مرکز مزار شريف څخه اويا کيلومتره لیرې یوه ناامنه ولسوالي ده، چې ډېرې سيمې يې د مخالفينو تر څارنې لاندې دي.
طالبانو د رامنځته شوې پېښې مسووليت منلی دی.