بلخ @ps

د بلخ ولایتي شورا غړی آصف مومند د ملي امنیت له بنده خوشې شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بلخ ولایتي شورا غړی آصف مومند د کورنۍ غړیو په ډاګه کړې، چې د بلخ ولایتي شورا غړی آصف مومند د ملي امنیت له بنده خوشې شو

د آصف مومند ورور مصطفی مومند له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې نوموړي د مزارشریف له ښاره د کابل پر لوري حرکت کړی دی.

د بلخ امنیه قوماندان سید کمال سادات ویلي، چې آصف مومند د سې شنبې پر ماسخوتن د مزارشریف په هوایي ډګر کې د بلخ والي وسلوالو نیولی و.

د بلخ والي ویاند منیر فرهاد دغه ادعا رد کړې ده.

د ولسمشر غني په سپارښتنه څېړنې روانې دي، چې د ښاغلي مومند او د بلخ والي عطامحمد نور ترمنځ ستونزه جنجال څنګه رامنځته شوی دی.

د رپوتونو له مخې؛ د نوموړي د نیولو په وسلواله نښته کې، چې څو ساعته یې دوام وکړی د ښاغلي مومند دوه ساتونکي وژل شوي او دوه کسه نور ټپیان دي. نوموړي نه غوښتل، چې تسلیم شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د حزب اسلامي له پتې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې: نه موږ او نه هيڅ افغان ته د منلو ده او نه یې پر وړاندي بې تفاوته پاته كېدى شو چي د حكومت تر سلطې لاندي سيمي او هغه هم د هوايي ډگر دننه څو بدمست او مغرور وسله وال د سيمي يو مخور او د ولس دروند استازى ونيسي.

ویل کېږي ښاغلی مومند به په کابل کې یوې خبري ناستې ته له ده سره پر شوي چلند خبرې وکړي.

Trending

Exit mobile version