بلخ @ps
د بلخ د ځینو کلیو په سقوط کې والي لاس لري
د جمعه خان خان همدرد زوی گل رحمان همدرد ادعا کړې، چې د بلخ د ځینو کلیو په سقوط کې والي لاس لري.
چمتال او چهاربولک په بلخ کې هغه ولسوالۍ دي، چې له یوې مودې راهیسې په کې د جګړو اور بل دی؛ خو د جمعه خان همدرد زوی ګل رحمان همدرد وایي، د ځینو کلیو په سقوط کې د بلخ والي لاس لري.
هغه زیاتوي، والي قومي مسایلو ته لمن وهي او په بلخ کې ځینې یاغي وسلوال د ښاغلي عطا نور افراد دي.
د بلخ والي ویاند منیر فرهاد د ګل رحمان همدرد دغه ادعاوې د هغه شخصي عقدې بولي او ردوي یې.
وسلوال مخالفین دا مهال په چمتال او چهاربولک ولسوالیو کې له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې دي. د بلخ والي ویاند وایي، له یوې مودې راهیسې په ناامنو سیمو کې د وسلوالو پر وړاندې عملیات روان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د حزب له ادرسه په خپره شوې خبرپاڼه کې د بلخ پر سیمه ییزو چارواکو نیوکې هم شوې دي.