بلخ @ps

د بلخ چمتال ولسوالي له وسلوالو پاکه شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د رسنیو دفتر مرستیال وایي، د بلخ د چمتال ولسوالۍ د نیولو او پاکولو په عملیاتو کې ۴۲ وسلوال وژل شوي، د طالبانو د نومول شوي والي په ګډون ۲۹ نور ټپیان او اته  ژوندي نیول شوي دي.

د بلخ والي عطا محمد نور وایي، چې د حزب اسلامي یو شمېر قومندانان پر سیمه ییزو پاڅونوالو فشار راوړی او یو شمېر پوستې طالبانو ته خوشې کوي.

د ۲۰۹ قول اردو مرستیال ویاند نصرت الله جمشیدي وایي، په دې عملیاتو کې لسګونه موتر،وسلې او بېلابېل مهمات نیول شوي او له منځه تلې دي.

وسلوالو طالبانو له یوې اوونۍ راهیسې ډېر کلي نیولي وه، چې د شنبې په ورځ یې د بېرته نیولو عملیات د بلخ والي عطامحمد نور په مشرۍ پیل شوي وه.

په دې عملیاتو کې پر عطامحمد نور څو توغندي هم توغول شوي؛ خو ترې ژوندی وتلی دی.

په شمال کې د پولیسو د عامه نظم  قومندان وایي، چې طالبانو له تېرې یوې نیمې ورځې راهیسې پر امنیتي ځواکونو سخت بریدونه وکړل؛ خو د تلفاتو له لیدو وروسته یې خپلې نیول شوې سیمې امنیتي ځواکونو ته پریښودې.

د بلخ والي ویاند منیر احمد فرهاد وایي، چې د چمتال د نیولو او پاکولو په عملیاتو کې ۶ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Trending

Exit mobile version