بلخ @ps
د بلخ والي خبرو ته د حکومت چوپتیا د خلکو پوښتنې راپورته کړي
د بلخ والي عطا محمد نور د وروستیو ګوتڅنډونو او څرګندونو په اړه د حکومت چوپتیا خلکو ته پوښتنې راپورته کړې دي.
د بلخ والي عطا محمد نور د یکشنبې په ورځ ولسمشر او ارګ ته خبرداری ورکړ، چې په وینا یې د ده پر خلاف له دسیسو دې لاس واخلي.
ده ویلي؛ هیڅوک دا واک و ځواک نلري، چې دی له واکه ګوښه کړي.
د نور په وینا؛ که ارګ د ده پر خلاف دسیسو ته دوام ورکړي؛ نو دی به خوب پرې حرام کړي.
ولسمشرۍ ماڼۍ د عطا محمد نور د دغو څرګندونو په اړه چوپه خوله دی، چې دې چوپتیا خلکو ته پوښتنې را پیدا کړي دي.
حقوقپوه طاهر هاشمیان وایي، دوی د واک و ځواک پر وېش وران شوي او دا دې لامل دی، چې چارواکي سپکې سپورې وایي.
د ولسي جرګې د رهبرۍ غړی وايي، چې حکومت باید له عطا محمد نور سره قانوني چلند وکړي.
د ولسي جرګې دوه یم مرستیال نذیر احمد احمدزی په ډاګه کړې، چې د بلخ والي څرګندونې د قانون له چوکاته بهر دي.
د نوموړي په وینا؛ د بلخ والي ګوتڅنډنې او خبرې له ملي ګټوسره په تضاد کې دي.
د بلخ والي عطا محمد نور پر حکومتي رهبرانو تندې نیوکې کړي، چې له خبرداریو سره هم مل وې.
خبریال: فواد ناصري