تازه خبرونه

د بلوچستان په شاه نوراني زيارت کې ۵۲ کسه وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د پاکستان د بلوچستان ایالت کورنيو چارو وزير ويلي، چې تېر ماښام د دغه ایالت د خضدار سيمې د شاه نوراني په مزار کې د چاودنې له کبله ۵۲کسه وژل شوي دي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي په ډاګه کړې، چې په دې چادونه کې ګڼ شمېر نور کسان ټپيان شوي هم دي.

تراوسه نه ده روښانه، چې دا ځانمرګي بريد و که ريموت کنټرول بمي چاودنه.

د سرفراز بګټي په وينا؛ د پېښې په اړه څېرنې پيل شوې دي.

د بلوچستان ایالت وياند انورالحق کاکړ له رسينو سره په خبرو کې ويلي، د وژل شویو کسانو کره شمېر تر دې دمه څرګند شوی نه دی.

نوموړي زياته کړې، د شاه نوراني مزار د خضدار سيمې له مرکزه ۳۰۰ کيلومتره لیرې پروت دی او دې واټن په مرستو رسولو کې ستونزې رامنځته کړې دي.

له دې وړاندې د کویټې د پولیسو په روزنیز مرکز کې برید ګرو ۶۱ کسه وژلي وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د یوشمېر رسنیو د څرګندونو له مخې؛ سیمې ته د ایدهي خیریه کارکوونکیو ۵۰ امبولانسونه لیږل شوي دي.

Trending

Exit mobile version