سیمه ییز خبرونه
د بل اړخ په اړه ډېر خوشبین نهیم – آیتالله خامنهیي
هغه زیاته کړې: “د عمان خبرې اترې د بهرنیو چارو وزارت د لسګونو دندو څخه یوه ده. راځئ، چې د هېواد مسلې په خبرو اترو پورې ونه تړو.”
د ایران ستر مشر آیتالله خامنهیي په عمان کې له امریکا سره د تهران د خبرو اترو په اړه ویلي، چې خبرې اترې ممکن پایلې ته ورسیږي یا نه؛ مونږ دې خبرو اترو ته نه ډېر خوشبین یوو او نه هم ډېر بدبین. البته مونږ د بل اړخ په اړه ډېر بدبین یوو؛ خو د خپلو وړتیاوو په اړه خوشبین یوو.
هغه زیاته کړې: “د عمان خبرې اترې د بهرنیو چارو وزارت د لسګونو دندو څخه یوه ده. راځئ، چې د هېواد مسلې په خبرو اترو پورې ونه تړو.”
آیتالله خامنهیي له حکومتي او پارلماني غړو، د قضايي قوې لوړ پوړو چارواکو او ځینو بنسټونو استازو سره په یوه غونډه کې زیاته کړه: “هغه تېروتنه، چې مو په اټومي JCPOA تړون کې کړې وه باید دلته تکرار نشي.” د اټومي تړون پر مهال مونږ هېواد مشروط کړ او هرڅه مو د خبرو اترو له پرمختګ تړلي تړلي کړل. “پانګه اچوونکي هغه وخت پانګونه نه کوي، چې وویني هېواد د خبرو اترو تابع دی.”
د ایران رهبر د هېواد په ټولو صنعتي، اقتصادي، ودانیزو، کلتوري برخو او د لویو پروژو پلي کولو کې د فعالیتونو پر دوام له ټینګار سره ویلي، چې له دې مسلو څخه هیڅ یو د عمان له خبرو اترو سره هیڅ تړاو نلري.
د ایران رهبر له دې مخکې ویلي وه، چې له امریکا سره خبرې اترې “هوښیارانه، عاقلانه اوشرافتمندانه” ندي او د ایران هیڅ ستونزه به حل نهکړي.
د خبرو اترو لومړی پړاو په عمان کې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر او د ټرمپ د استازي ترمنځ ترسره شو او ټاکل شوې، چې د خبرو دوهیم پړاو راتلونکې شنبه ترسره شي.
