روغتيا
د بن، استانبول او بركسل بېلابېلې غونډې له هېواد بهر جوړيږي- موسى زى
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې:
د استانبول او د بن دوه يم كنفرانسو له يو بل سره هيڅ تړاو نه لري.
د دغه وزارت وياند د بن او استانبول د كنفرانسونو د تړاوو په باب د رسنيو له خوا خپاره شوي رپوټونه رد كړل او زياته يې كړه، چې:
د استانبول په كنفرانس كې به له افغانستان سره د آسيايي هېوادونو د مرستو پر زياتيدو خبرې اترې وشي .
د بن ، استانبول او بركسل ناستې د افغانستان د سياسي او اقتصادي حالاتو د څېړلو لپاره مهمې ناستې دي، چې په راتلونكې مياشت كې به له هېواده بهرجوړې شي.
د افغان جرمن د بنسټ يو چارواكي د شنبې په ورځ(د تلې په ۱۷) رسنيو ته ويلي، چې:
د بهرنيو چارو په وزارت كې مقدماتي كنفرانس او د تركيې په استانبول كې په جوړيدونكې كنفرانس كې به د بن په دوه يم كنفرانس كې طرحه كيدونكې موضوعات وڅېړل شي، چې د افغانستان لپاره د نړيوالې ټولنې ژمنې ځانگړې شي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي، چې:
د استانبول كنفرانس د افغانستان او د آسيا د زړه د هېوادونو تر منځ د اقتصادي مرستو د پياوړتيا په موخه جوړيږي، چې د بن له دوه يم كنفرانس سره هيڅ تړاو نه لري .
د بهرنيو چارو د وزارت وياند وايي، چې:
د استانبول د كنفرانس لپاره، چې تر درې اوونيو يعنې د روان عيسوي كال د نومبر په دوه يمه به جوړ شي؛ لس ورځې وړاندې د ناروې په هېواد كې تيارى نيول شوى او د نورو تياريو په موخه به په كابل كې دوه يم كنفرانس ډېر ژر جوړ شي .
د افغانستان دولت په دې باور دى، چې:
كه په امنيتې برخه كې د آسيايي هېوادونو ډاډ ترلاسه نه كړي؛ نو ښايي په راتلونكې كې به د سيمې په كچه د امنيت د ټينگښت هلې ځلې نا كامې شي.
افغان دولت دې موخې ته رسيدل د افغانستان او د آسيا د زړه د هېواونو له خلكو سره د سوداگريزو، ترانيزټي، اقتصادي او فرهنگې پروگرامونو د پراختيا لپاره اساسي شرط گڼي.