سیمه ییز خبرونه

د بنديانو خلاصون د وسلوالو مخالفينو روحيه پياوړې كوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په دې وروستيو ورځو كې تر ډېره د رسنيو د خبرونو سرټكي د بگرام له زندان څخه د سلگونه بنديانو د خلاصون خبره جوړوي، چې د هېواد سياست وال يي هم انديښمن كړي دي.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواك كميسيون وياند رفيع الله بيدار په دې اړه وايي، د بگرام  زندان د بنديانو د خلاصون چاره بايد په دقت تر سره شوې واى.

د مدنې ټولنې فعال ميراحمد جوينده په دې باور دى، چې د دغو بنديانو په خلاصون به ځانمرگي بريدونه ډېر شي.

دا په داسې حال كې ده، چې امريكايي چارواكو هم د بگرام د بنديانو د دوسيو د څېړنې كميټه له قانون څخه په سرغړونه تورنه كړې ده.

په كابل كې د امريكايي ځواكونو يوه وياند ديولپن ويلي، د بگرام زندان د بنديانو د دوسيو د څېړنې كميټې له خپل واك څخه پورته عمل كړى او د هغو كسانو د خلاصون امر يي كړى، چې رښتينى امنيتي گواښ بلل كيږي.

Trending

Exit mobile version