لوبی
د بنګله دېش لوبډلې د عفیف او مهدي پر هڅو افغان لوبډله له ماتې سره مخ کړه
د عفیف حسین او مهدي حسن اووه ویکټو او ۱۷۴ منډو د چارشنبې پر ورځ په چټاګانګ لوبغالي کې د درې یو ورځنیو لوبو لومړۍ لوبه له افغان لوبډلې پر څلور ویکټو وګټله.
عفیف پر ۱۱۵ توپونو ۹۳ ناسوځېدلې منډې وکړې او مهدي ۸۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې په ۴۸.۵ آورونو کې یې د ۶ لوبغاړیو پر سوځېدو بنګله دېش ۲۱۹ منډې جوړې کړې.
په یاده لوبه کې پچه حشمت شهیدي وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه او د ټولو لوبغاړیو پر سوځېدلو یې ۲۱۵ منډې جوړې کړې.
افغان لوبډله بریالۍ شوه، چې د بنګلدیش مخکښ لوبغاړي له ډګره وباسي؛ خو عفیف او مهدي زړه راکښونکې لوبه وکړه او بریا یې خپله کړه.
د یادونې ده، چې د دغو لوبډلو تر منځ به دوه یمه یو ورځنۍ لوبه د جمعې پر ورځ په ظهور احمد چودري لوبغالي کې د سهار پر ۹:۳۰ دقیقې پېل شي.
