نړۍ
د بنګله دېش په یوه کښتۍ کې له اورلګېدنې ۳۸ کسان مړه شوي
د بنګله دېش چارواکو ويلي؛ د دغه هېواد په جنوب کې د یوې کښتۍ له اورلګېدنې له کبله ۳۸ کسان مړه شوي دي.
چارواکو زیاته کړې، چې اورلګېدنه د جاکلاتي په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
یوه ځايي چارواکي ظهور علي ویلي؛ ښايي د مړو شمېر ډېر شي؛ ځکه، چې ۵۰ کسان روغتون ته لېږدول شوي او ځینې نور ورک هم دي.
تر اوسه د پېښې د رامنځته کېژدو په اړه له څه ویلو ډده شوې؛ خو چارواکي وايي، د پېښې پلټنې پيل شوې ده.