تازه خبرونه

د بنګله دېش کرکت ملي لوبډلې د افغانستان له ملي لوبډلې د لوبو لړۍ وګټله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان او بنګله دېش کرکت لوبډلو تر منځ د درې يو ورځينو سياليو د لړۍ وروستۍ لوبه کوربه هېواد بنګله دېش په ۱۴۱ منډو وګټله.

بنګله دېش ته په لوبهکې د منډو پیل ورپه برخه شو او په ۵۰ اوورونو کې يې د اته لوبغاړیو په سوځیدو افغان لوبډلې ته د ۲۸۰ منډو هدف وټاکه.

دبنګله دېش لوبډلې د پيل توپ وهونکي تميم اقبال سليزه بشپړه کړه او په ۱۱۸ توپونو يې ۱۱۸ مندې جوړې کړې؛ خو په پای کې محمد نبي وسوځاوه.

په افغان توپ اچوونکیو کې محمد نبي، رشيد خان او ميرويس اشرف دوه دوه ویکټې واخيستې.

د توپ وهنې په برخه کې د افغان لوبډلې د پيل توپوهونکی شهزاد محمدي و نه توانیده،  چې په اووه توپونو کې کومه منډه جوړه کړې او وسوځید.

نننۍ لوبه په نړيوالو يو ورځنيو سياليو کې د افغانستان ۷۰ او د بنګله دېش ۳۱۵ مه وه.

افغانستان ټولې ۳۵ لوبې ګټلې او يوه يې بې پیلې وه؛ خو بنګله دېش بيا ۱۰۰ ګټلې او ۲۱۴ يې بايللې دي.

بنګله دېش د نړيوالو يو ورځينو سياليو په جدول کې په اووم او افغانستان په ۱۰ نمبر کې دی.

Trending

Exit mobile version