سیمه ییز خبرونه
د بن د دوه يم كنفرانس په سلو كې ۲۵ برخه وال بايد ښځې وي- كوفي
د ولسي جرگې د ښځو، مدني ټولنې او بشري حقونو كميسيون وايي:
په دې مهم كنفرانس كې د ښځو حضور بايد نمونوي نه وي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د بن په دوه يم كنفرانس كې د ډېرو ښځو گډون د اهميت وړ گڼي او وايي:
په دې كنفرانس كې د طالبانو د استازو گډون د سولې له پرمختگونو سره تړاو لري.
د آريانا راډيو – ټلويزيون د رپورټ له مخې:
د ولسي جرگې د ښځو، مدني ټولنې او بشري حقونو كميسيون مشره فوزيه كوفي غواړي، چې:
د بن په دوه يم كنفرانس كې ښځې بايد فعاله او اغېزناكه برخه واخلي او لږ تر لږه بايد د دې كنفرانس په سلو كې ۲۵ برخه وال ښځې وي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول وايي:
په دې كنفرانس كې به يوازې يو پلاوى له افغانستان څخه برخه واخلي او د ښځو د بنسټونو په شمول به ټول سياسي او ټولنيز بنسټونه په هغه كې شامل وي.
هغه وويل، چې:
هڅه كوي د ولسي جرگې د دغه كميسيون وړانديزونه عملي شي .
زلمى رسول وايي، چې:
تراوسه په دې كنفرانس كې د طالبانو د استازيو حضور نه دى مطرح شوى او دا، چې آيا د طالبانو استازي به د بن په دوه يم كنفرانس كې گډون وكړي او كه نه د سولې پروگرام له پرمختگونو سره تړاو لري.
زلمى رسول وايي:
افغانستان د نړيوالې ټولنې د اوږد مهاله همكاريو د تضمين غوښتونكى دى او دا موضوع به د بن په دوه يم كنفرانس كې مطرح شي.
د هغه په وينا نړيواله ټولنه به د مدني ټولنې او بشري حقونو په برخه كې ځينې غوښتنې ولري.
د بهرنيو چارو وزير زياته كړه، چې په بن كې به هرتصميم د افغانستان ملي گټو ته په پام سره نيول كيږي.
په پام كې ده دا كنفرانس د روان عيسوي كال په دسمبركې د افغانستان وضعيت د ارزولو په موخه د المان په پلازمېنه كې جوړ شي .