سیمه ییز خبرونه

د بن په دوه يم كنفرانس كې به يوازې دولتي پلاوى گډون وكړي- موسى زى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند په دغه كنفرانس كې د مخالفو ډلو شتون د سولې د بهير له پرمختيگ سره تړلى بولي.

دا په داسې حال كې ده، چې د انجنيرگلبدين حكمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې په دې ورستيو كې ويلي، چې:

كه له دوى په دغه كنفرانس كې د گډون لپاره په خپلواكه بڼه بلنه وشي؛ نو  دوى به له يوې طرحې سره په دغه كنفرانس كې گډون كوي.

د سولې عالې شورا په دې ورستيو كې د حزب اسلامې له خوا په افغانستان كې د سولې د راتلو هڅي مثبتې بولې .

د انجنيرگلبدين حكمتيار په مشرې د اسلامي حزب يو لوړ پوړي چارواكي قريب الرحمن سعيد په دې ورستيو كې د بن په دوه يم كنفرانس كې د گډون په موخه د دغه حزب له مشروطو تياريانو خبر وركړى دى.

د سعيد په وينا:

په دې ورستيو كې يې له يو شمېر اروپايي او اومريكايي چارواكو سره كتلي او د بن په دوه يم كنفرانس كې يې د اسلامې حزب پر رول او څرگنوالي خبرې كړي دي .

نوموړى وايي:

په افغانستان كې د جگړې د پاى ته رسيدو په موخه يې  يوه پېنځلس ماده ييزه طرحه هم چمتو كړې  او د يو خپلواك لوري په ډول به د بن په دوه يم كنفرانس كې گډون وكړي .

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي، چې:

د بن په دوه يم كنفرانس كې به د افغانستان له لوري يوازې يو دولتي پلاوى گډون وكړي .
د سولې عالي شورا د نړيوالو اړيكو سلاكار محمد اسماعيل قاسميار وايي، چې:

مخالفې ډلې بايد اول د سولې له بهير سره يو ځاى شي او كله، چې يې استازي د دولت له خوا د بن په كنفرانس كې د گډون كوونكي پلاوي په تركيب كې راشي؛ نو بيا كولى شي هلته خپله حزبي تگلاره وړاندې كړي.

قاسميار وايي:

د سولې عالى شورا د حزب اسلامې له چارواكو سره اړيكې نيولي او داسې ښكاري ، چې د اسلامي حزب په دريځ كې نرم والى را منځته شوى دى.

د سولې عالى شورا دغه چارواكى كابل ته د اسلامي حزب د پلاوي د سفر په باب وويل، چې:

دا سفر له سولې عالي شورا سره په همغږۍ كې تر سره شوى دى .

قاسميار هيله ښكاره كړه، چې:

د بن د دوه يم  كنفرانس له پيل وړاندې، چې شا وخوا درې مياشتې ورته پاتې دي، د اسلامي حزب چارواكي او ان وسله وال طالبان به د سولې له بهير سره يو ځاى شي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version