سیمه ییز خبرونه

د بهرنيو اسعارو پروړاندې د افغانۍ د بيې ټيټوالي خلك اندېښمن كړي دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د بهرنيو اسعارو د بيې ورځ تربلې لوړوالی په حكومت د خلكو د بې باورۍ او له هېواده د پانګې په وتلو د اندېښنې لامل شوى دى.

د بهرنيو اسعارو پروړاندې د افغانۍ د بيې ټيټوالى په تېرو لسو كلونو كې بې مخکينى ده او خلك يې اندېښمن كړي دي.

اقتصادي كارپوه استاد سید مسعود وايي:

كه د افغانۍ د بيې د ټيټوالي مخه ونه نيول شي تر راتلونكو دوو مياشتو پورې به يو ډالر په سل او يا يوسل او شل افغانيو بدلېږي.

د هغه په اند په تېرو څو ورځو كې د افغانۍ ارزښت خلك اندېښمن كړي او له هېواده د پانګې د تېښتې لامل شوى دى.

له بلې خوا د كابل د شاهزاده سراى، چې په افغانستان كې د اسعارو د ادلون بدلون لوى مركز بلل كېږي د دغه سرای د صرافانو د اتحاديې غړى عبدالرحيم، وايي:

د افغانۍ پروړاندې د ډالر د بيې د لوړوالي لامل په نړيواله كچه د ډالر د بيې لوړوالى دى.

نوموړی زیاتوي، چې د سيمې د هېوادونو د اسعارو پروړاندې د افغانۍ د بيې ټيټوالى داندېښنې وړ نه دى.

د افغانستان بانك د شمېرو له مخې افغانستان تېركال د افغانۍ د بيې د ثابت ساتلو په موخه  ۲،۴ ميليارده افغانۍ بازار ته وړاندې كړې دي.

Trending

Exit mobile version