سیمه ییز خبرونه
د بهرنيو اسعارو په وړاندې د افغانۍ ارزښت راټيټ شوى
د امنيتي حالت په باب اندېښنې، د افغانستان بانك له خوا بازار ته د دالرو لږ عرضه او له هېواد څخه د پانگوالو تېښته هغه موارد دي، چې د بهرنيو اسعارو په ځانگړي توگه د دالرو په وړاندې يې د افغانۍ ارزښت ټيټ كړى دى.
بل خوا د افغانستان بانك د افغانيو د ارزښت د ټيټ والي دليل په نړيوالو بازارونو كې د دالرو د ارزښت لوړ والى بولي.
د دالرو په وړاندې د افغانيو را لويدو د كابل په بازارونو كې اندېښنې را ولاړې كړي دي.
د يوې پلټنې له مخې، په څه كم يوه مياشت كې د بهرنيو اسعارو په ځانگړي توگه د دالرو په وړاندې د افغانيو ارزښت لس په سلو كې را لويدلى دى.
د كابل د شهزاده سراى د صرافانو د ټولنې رييس نجيب الله اختري وايي:
كه د افغانستان بانك د افغانيو د ارزښت د ټيټ والي د مخنيوي لپاره هڅه ونه كړي، شونې ده د افغانيو ارزښت نور هم را ولويږي.
د افغانستان بانك رييس نور الله د لاوري د دالرو په وړاندې د افغانيو د ارزښت ټيټ والى مني؛ خو وايې:
د سيمې د اسعارو په تناسب افغانۍ د دالرو په وړاندې با ثباته دي او نوسانات يې لږ دي.
د افغانستان بانك زياتوي: تېر كال د افغانستان يوولس فيصده اقتصادي ودې ته په پام، د بهرنيو اسعارو په وړاندې د افغانيو د ارزښت د ټيټ والي په برخه كې هيڅ ډول اندېښنې شتون نه لري. د افغانستان بانك د شمېرنې له مخې، دا مهال د افغانستان په بازارونو كې له ۱۴۴ څخه تر ۱۴۷ ميليارد افغانۍ په راكړو وركړو كې كارول كيږي.