سیمه ییز خبرونه

د بهرنيو ځواكونو تلفات به د ترهگرۍ په وړاندې مبارزه له خنډ سره مخ نكړي- جاکوبسن

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان او پاكستان د پولو د پېچلتيا له لامله پدې سيمو كې د وسله والو مخالفينو فعاليت زيات دى.

په كابل كې د آيساف ځواكونو وياند كريسټين جاکوبسن وايي:

د دغو پولو پېچلتيا د ائتلافي ځواكونو په وړاندې ستر خنډونه جوړوي.

د نوموړي په وينا:

په ميدان وردگ ولايت كې د دې ځواكونو د يوې جينوك ډوله چورلكې د راغورځيدو له لامله به د بهرنيو ځواكونو تلفات د ترهگرۍ پر وړاندې مبارزه له خنډ سره مخ نكړي.

د آريانا راډيو– ټلويزيون د خبريالې فريده سوما د رپوټ:

د افغانستان سرحدونو ته د پرتو سيمو جغرافيايي پېچلتيا د وسله والو مخالفينو د فعاليت او استوگنې لامل دى.

په كابل كې د آيساف ځواكونو وياند كريسټين جاکوبسن وايي:

وسله وال مخالفين لدغو جغرافيايي پېچلتياوو په گټه اخيستنه پدې سيمو كې آزاد تگ و راتگ كوي.

د آيساف ځواكونو وياند وايي:

د دغو سرحدي سيمو پېچلتيا زمونږ د عملياتو په وړاندې ستر خنډونه جوړكړي. بايد دغه ستونزه د افغانستان- پاكستان او آيساف ځواكونه تر څېړنو لاندې ونيسي او پاملرنه ورته وكړي. مونږ ته ډېره ستونزمنه ده، چې دغه سيمې تر كنټرول لاندې ولرو.

جاکوبسن زياتوي، چې:

تېره اوونۍ د دغو ځواكونو لپاره خواشينوونكې اوونۍ وه؛ ځكه، چې په يوه ورځ يې په يوه پېښه كې يو زيات شمېرسرتېرو ژوند له لاسه وركړ، چې په تېرو لس كلونو كې يې سارى نه درلود.

په همدې حال كې نوموړى وايي:

په هغه ډول، چې وسله والو مخالفينو د جگړې وړاندوينه كړې وه تراوسه نده پيل شوې.

د ايسف ځواكونو وياند وايي:

د جگړې فصل لا تراوسه په هغه ډول، چې وسله والو مخالفينو يې وړاندوينه كړې وه، ندى پيل شوى.

ائتلافيځواكونه ارام ندى ناست او له ماتې څخه ډېر واټن لري. دا پدې معنا، چې لا تراوسه يوه سخته جگړه په مخ كې ده.

د آيساف ځواكونو ملكي وياند دومينيك ميډلي وايي، چې ډېر ژر به د هغو سيمو نومونه اعلام كړي، چې د امنيتي مسووليتونو د ليږد بهير پكې پيليږي.

د نوموړي په وينا:

د امنيتي مسووليتونو د ليږد د بهير پړاو به له اتلس يا شپاړس مياشتو وخت ونيسي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version