تازه خبرونه

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستیال د ناروې له استازي سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۰, ۱۴۰۲)

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي په کابل کې د افغانستان لپاره د ناروې د سفارت له چارسمبالي با پال کلومن بکن سره وکتل.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې کتنه کې کلومن بکن د اسلامي امارت له بیا رامنځته کېدو وروسته د امنیت، ثبات او اقتصادي لاسته راوړنو په اړه خوښي څرګنده او هېواد ته د افغان کډوالو د راستنېدو له بهیره د “ښه” مدیریت ستاینه وکړه.

محمد عباس ستانکزي په افغانستان کې وروستي پرمختګونه بې‌ساري یاد کړل او د مهاجرینو بېرته راستنیدو ته یې په نغوته (اشاره ) کې زیاته کړې، چې د اسلامي امارت ټولو ادارو له نړیوالو سره پر همغږۍ هېواد ته د مهاجرینو د راستنیدو بهیر په ښه توګه مدیریت کړی دی.

د عبدالقهار بلخي د څرګندونو له مخې؛ په دې ليدنه کې پر نورو دوه اړخيزو او سيمه ييزو مسايلو هم د نظريو تبادله شوې ده.

Trending

Exit mobile version