نړۍ

د بهرنیانو د وتلو لپاره به د غزې او مصر ترمنځ سرحدي پوله پرانیستل شي

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۴, ۱۴۰۲)

اسرائیلو د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې د غزې په جنوبي برخه کې کوم اوربند نه‌ دی شوی. که څه هم د مصر امنیتي سرچینو ویلي، چې له محاصرې شوې سیمې څخه د بهرنیانو د وتلو او د مرستو رسولو په اړه هوکړه شوې ده.

د رویترز د څرګندونو له مخې، د حماس تر واک لاندې غزې بمبارد ټوله شپه روان و او اوسیدونکیو یې ویلي، چې دا په تېرو ۹ ورځو کې د جګړې تر ټولو سخت ګوزارونه ول.

په غزه کې د بشري ناورین له رامنځته کېدو سره سم دوه مصري امنیتي سرچینو ویلي، چې اسرائیلو هوکړه کړې، چې د غزې پر جنوبي برخې به بمبارد ودروي. هغو ویلي: تمه کیږي، چې د مصر تر کنترول لاندې رفح پوله بیا پرانستل کیږي او بهرنيو پاسپورت لرونکيو ته به د وتلو اجازه ورکړي.

د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دفتر په یوه بیان کې راغلي: اوس مهال په غزه کې د بهرنیانو د وتلو په بدل کې اوربند یا بشري مرستې نشته.

د رفح د لارې وضعیت اوس هم ناڅرګند دی.

اسرائیلي پوځ او په اسرائیلو کې د امریکا سفارت په‌دې اړه کومه تبصره نه‌ده کړې او د حماس چارواکو، چې یوه اوونۍ مخکې یې پر اسرائیلو توغندي توغولي دي، د اوربند پخلی نه‌دی کړی.

سیمې ته د مرستو رسولو لپاره دیپلوماتیکې هڅې، چې د اکتوبر پر اوومه د حماس وسله‌والو لخوا د اسرائیلو له برید وروسته، چې ۱۳۰۰ کسان په کې ووژل شول؛ د اسرائیلو تر سخت بمبارد لاندې دي.

اسرائیلو سخته کلابندۍ لګولي او د حماس د له منځه وړلو لپاره ځمکني برید ته چمتووالی نیسي.

د غزې چارواکو اعلان کړی؛ تر اوسه د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۷۵۰ کسان وژل شوي، چې یو پر څلورمه برخه یې ماشومان دي او شاوخوا لس زره نور ټپیان دي. نور زرګونه کسان ورک شوي او ګومان کیږي، چې تر خاورو لاندې وي.

په مصر کې له څو ورځو راپدیخوا د څو هېوادونو سلګونه ټنه مرستې بندې شوي، چې غزې ته یې په خوندي ډول رسولو او د رفح له لارې د یو شمېر بهرني پاسپورټونو درلودونکیو د ایستلو لپاره هوکړه کړې ده.

امریکا په غزه کې خپلو وګړیو ته ویلي؛ پولې ته دې ور نږدې شي، چې له سیمې ووځي. د امریکا حکومت اټکل کوي، چې په غزه کې د دوه ګوني تابعیت لرونکي فلسطینیانو شمېر له ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ پورې د غزې د ۲.۳ میلیون نفوسو تر منځ دی او واشنګتن هیله لري، چې خپل ډېري وګړي له زیانمېدو لرې وساتي.

Trending

Exit mobile version