تازه خبرونه

د بهرنیو عالمانو پلاوي د رییس الوزرا له مرستیال سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۸, ۱۴۰۱)

د مصر، سودان، لیبیا او فلسطین د علماوو یوې ډلې د یکشنبې پر شپه د افغانستان د اسلامي امارت په اقتصادي چارو کې د رییس الوزرا له مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند سره وکتل.

ملا عبدالغني برادر آخوند د عالمانو له راتګه د مننې تر څنګ ویلي؛ په نړۍ کې د افغانستان د حقیقي وضعیت درسته ترجماني نده شوې او متأسفانه، چې غربي رسنۍ هم هر څه ته منفي بڼه ورکوي.

نوموړي له دغه پلاوي سره د لیدنې پر مهال زیاته کړې؛ تاسې خپلو ولسونو او د نړۍ مسلمانانو ته د افغانستان د اوسني وضعیت، نظام او افغان ولس واقعي ترجماني وکړئ.

د راغلي پلاوي مشر شیخ دکتور محمد الصغیر او غړو یې په خپلو خبرو کې د افغانستان اسلامي امارت له لوري د امریکا او ناتو پر وړاندې جهاد حیرانوونکې حماسه یاده کړې او د دې بریا مبارکي یې افغان ملت ته ورکړه.

ویلي؛ دغه بریا نه یوازې د افغانانو ده، بلکې ټول اسلامي امت پرې ویاړي.

په پاى کې برادر په خپلو خبرو کې ويلي: په نړۍ کې د افغانستان واقعي وضعيت په سمه توګه ندى تعبير شوى او له بده مرغه لويديځې رسنۍ هر څه منفي بولي. زه له تاسې غواړم، چې د افغانستان یو رښتینی انځور خپلو ولسونو او نورې اسلامي نړۍ ته وړاندې کړئ.

دا په داسې حال کې ده ، چې دغه پلاوي د لوړو زدکړو له وزیر ندا محمد ندیم سره هم د خبلو هېوادونو دیني او مذهبې تجربې په ډاګه کړې.

Trending

Exit mobile version