تازه خبرونه

د بهرنیو مرستو د ضایع کیدو مخه به ونیول شي – ا.ا.ا

Published

on

د ا.ا.ا چارواکي وايي، چې  بهرنۍ مرستې به اړو کسانو ته پوره او ډاډمنې ووېشل شي.

د حکومت د فرهنګي چارو کمیسیون مرستیال احمدالله وثیق ویلي، چې د بهرنیو چارو وزارت د مرستې راجلبولو لپاره پر تګلاره کار کوي.

د فرهنګي کمیسیون مرستیال احمدالله وثیق وایي: د مرستې وېش به روڼ وي او هغه سیمو ته به ورسیږي، چې ورته ډېره اړتیا لرو. مونږ خلکو او نړۍ ته ډاډ ورکوو، چې مرستې به ځانګړیو جبونو ته نه، بلکې هغو سیمو ته ورسیږي، چې ورته اړتیا لري. مونږ د دې هڅو ستاینه کوو. مونږ له ټولو هغو اړخونو ملاتړ کوو، چې غواړي له افغانانو سره مرسته وکړي او په اوسني وضعیت کې مثبت بدلون رامنځته کړي.

احمد الله وثیق په دې اړه په ډاګه کړې: بهرنۍ اړیکې به د دغه میکانیزم په رامنځته کولو کې له نړۍ سره مرسته کوي. اسلامي امارت له ژمنې وروسته د مرستې مسله تر بحث لاندې نیولې او حکومت د دغو مرستو پر ترلاسه کولو او وېش فکر کوي.

هېواد وال له نوي حکومت څخه غواړي، چې د مالي مرستو د ضایع کیدو مخه ونیسي.

کورني بې ځایه شوي مایل آقا وایي: زمونږ غوښتنه ( له نړیوالې ټولنې ) دا ده، چې د کار چاپېریال برابر  کړي؛ ځکه، چې زمونږ ماشومان خواړو ته اړ دي او مونږ بې وزله خلک یو.

یوې بلې بې ځایه شوې بي بي ګل نومې ویلي: مونږ بې ځایه شوي یو؛ خو هیچا مونږ ته د استوګنې او ډوډۍ  زمینه برابره کړې نده. مونږ په بد وضعیت کې یو، د ماشومانو ته وګورئ پښې یې لوڅې دي، جامې او خیمې نلري.

اوس نوی حکومت له فساد سره د مبارزې په آزموینه کې دی.

د سیاسي چارو کارپوه ویس ناصري ویلي: افغانستان له اقتصادي بحران سره مخ دی او د مرستو لګول ډېر اړین دي.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي په افغانستان کې د بشپړ اقتصادي ځوړ د شونتیا په اړه خبرداری ورکړی او د افغانستان لپاره یې د مالي ملاتړ پر بېړنۍ اړتیا ټینګار کړی و؛ خو مرسته کوونکیو ویلي وه، چې مرستې به نادولتي سازمانونه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان پخواني دولت په نړۍ کې د فاسدو حکومت نوم خپل کړی و.

Trending

Exit mobile version