تازه خبرونه

د بهرنیو ځواکونو ترکنترول لاندې هوایي ډګرونو برخلیک دې روښانه شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سوداګرۍ او صنایعو خونه له دې له دولته غواړي؛ د هغو ډګرونو برخلیک دې روښانه کړي، چې دا مهال د  بهرنیو ځواکونو تر کنترول لاندې دي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، چې دا مهال د هېواد  له دوه هوایي ډګرونو څخه د انتقالاتو لپاره کار اخلو. که په کندهار، هرات او ننګرهار ولایتونو کې له هوايي ډګرونو څخه ملکي پروازونه پیل شي، له اقتصادي پلوه به یې اغېز ډېر وي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام پسرلی وایي؛ اوس مو انتقالات او صادرات د ځمکې له لاري کیږي، چې په وړاندې یې ګاونډي هېوادونه ستونزې را منځته کوي.

هغه زیاتوي؛ له دولت څخه مو غوښتنه دا ده، چې د هوايي انتقالاتو آسا نتیاوې برا برې او اقتصادي پراختیا ته زمینه برابره کړي. 

په افغانستان کې مسوولین هم د صادراتو د پراختیا لپاره پر هوایي ډګرونو پانګونه غواړي.

د هوايي چلند خپلواکې ادارې ویاند قاسم رحیمي وایي؛ غواړو هېواد له بهر او دننه له هوايي کرښو سره ونښلوو، چې له دې لارې مو په صادراتو کې زیاتوالی راشي.

د هغه په وینا؛ اوس د لسګونه میلیون دالرو پر لګښت په خوست، کندز، هرات، فراه او ځینو  نورو ولایتونو کې د لسګونه میلیون دالرو پر لګښت د هوایي ډګرونو پر جوړولو کار روان دي، چې په بشپړیدو به يې  انتقالات پیل شي.

د سو داګرۍ او صنایعو خونه له دولته غواړي، چې د هوایي کارګو د رامنځته کولو لپاره هڅې زیاتې او د هوا له لارې د سویلي آسیا او منځنۍ آسیا هېوادونو ته  د وچو او تازه میوو لیږد پیل کړي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version