تازه خبرونه
د بهرنیو ځواکونو د ویستو په اړه ځانګړې پرېکړه ونه شوه- ناټو
د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې بیا هم له افغانستان څخه د ځواکونو د ویستو په تړاو ځانګړې پرېکړه ونشوه.
د ناټو سرمنشي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې په پای کې ویلي، چې په یوه مناسب وخت کې به له افغانستان ووځي.
د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وایي: د ناټو بهرنیو چارو وزیرانو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د ویستو په اړه وروستۍ پرېکړه ونکړه؛ خو د دې ځواکونو خوندیتوب د ټولنې په لومړیتوب کې دی. مونږ به په راتلوونکیو ورځو او اوونیو کې پوره سلا مشورو ترسره کړو او د یوه شریک په توګه به پرېکړه وکړو او همکاریو ته به دوام ورکړو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې په پای کې وویل، له ناټو سره به په مشوره کې له افغانستان څخه په یوه مناسب وخت کې سرتېري ووځي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وایي: همغږي به شو او، چې وخت مناسب و؛ مونږ به په ګډه ووځو، متحدین او شریکان د زدکړې ماموریت له لارې په پرېکنده توګه اوږد مهاله امنیت او ټیکاو ته ژمن دی. مونږ ته به ډاډ را کړ شي، چې نور د افغانستان له خاورې پر امریکا او متحدینو یې د برید لپاره ګټه نه اخیستل کیږي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل باید د سولې خبرو له پرمختګونو سره غوټه شي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکوماس ویلي: مونږ له افغانستان څخه په مشروطه توګه د ځواکونو د ویستو غوښتنه لرو؛ خو د ځواکونو د وتو مسئله باید د سولې له خبرو او له ټولو مهمه د سولې خبرو له بریالیتوب سره تړاو ولري.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ټینګار کړی، چې افغانستان د بهرنیو ځواکونو فزیکي حضور ته اړتیا نلري، بلکې مالي مرستو ته یې اړتیا ده.
د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي: زه ډاډه یم، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه کولی شي له خپل هېواده دفاع وکړي؛ ما مخکې هم دا ویلي، چې نور د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وړتیاوو بحث ندی، بلکې دا مالي ستونزه ده، چې ور سره مخ یوو.
له طالبانو سره د امریکا د هوکړه لیک له مخې، بهرني ځواکونه باید د مې په میاشت کې له افغانستان ووځي؛ خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د هوکړه لیک د څېړنې په حال کې دي.
له دې مخکې د ناټو دفاع وزیرانو هم له افغانستان څخه د ځواکونو د ویستو په اړه ناسته درلوده؛ خو په کې پر ځواک ایستلو پرېکړه ونشوه.