تازه خبرونه

د بهرنیو ځواکونو د پوځي اډې په برید کې ۱۹ کسو ته مرگ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کابل ښار په قصبه کې بهرنیو اډې ته نږدې د تتېرې شپې چاودنې د یو بهرني عسکر په گډون ۹ کسه وژلي او لس نور ټپیان دي.

دغه پېښه تېره شپه لس بجې د پېځلسمې امنیتي حوزې د اړوند سیمې د مخدره توکو د معینیت پر سړک رامنځته شوې، چې په کې عام وگړي زیانمن شوي دي.

ویل کیږي، چې له چاودنې وروسته نښته رامنځته شوې، چې د سیمې خلک یې زیانمن کړي دي.

برید کوونکي خپل چاودیدونکي توکي په یو موتر کې ځای په ځای کړي وه او د بهرنیو ځواکونو اډې ته نږدې یې، چې ویل کیږي امریکایان دي چاودنه ورکړې ده.

د سیمې اوسیدونکی نصیر احمد کوهبندي وایي، نښته څو گړې روانه وه؛ د میرمیو او راکتونو د توغولو غږ اوریدل کیده.

ویل کیږي له برید وروسته بهرني ځواکونه هم په نښته کې ښکېل شوي او د ناتو الوتکو هم الوتنه کړې ده.

پولیسو په رسمي توگه د برید د تلفاتو په اړه څرگندونې نه دي کړي؛ خو ویل کیږي؛ په دې نښته کې اته کسه وژل شوي او څلور نور ملکي وگړي ټپیان دي، چې د ساتونکیو په توگه یې کار کاوه.

یو عیني شاهد وایي، سیمې ته د خپل ماما لیدلو ته ولاړم، چې همدلته و؛ د اته وژل شویو او څلور ټپی افغانانو لیست ځوړند شوی و.

دغه پېښه د شپې لس بجې رامنځته شوې؛ خو امبولانسونو تر سهاره د پېښې زیانمن کسان لیږدولي دي.

له دغې پېښې خلکو ته مالي زیان هم رسیدلی؛ د کورونو، پلورنځیو او هوتلونو ښیښې ماتې شوې دي.

په سیمه کې یو هوتل لرونکی وایي؛ څوکۍ، ښیښې او د کار وړ ټول شیان مې له منځه تلي. کیدی شي تر دوه لکه افغانیو زیانمن شوی وم.

د چاودنې غږ ډېردروند و؛ لومړی د اور لمبه او بیا نښته رامنځته شوه او ډزې تر ډېره روانې وې.

د طالب مشر ملا محمد عمر له مړنې راوروسته په تېرو دوه ورځو کې کابل ښاریان نه یوازې پرله پسې چاودنو وېرولي، بلکې له ځاني او مالي زیانونو سره یې هم مخ کړي دي.

خبریال: حمید صدیقی.

Trending

Exit mobile version