تازه خبرونه

د بهرنیو ځواکونو په بیړه وتل به نړیوالې ستونزې رامنځته کړي – اندرابي

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۴, ۱۳۹۹)

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي د شنبې پر ورځ( د کب ۲۳) اسوشیټیډ پرس ته څرګنده کړې، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو ژر وتل به له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره نړیوالې هڅې خرابې او زیانمنې کړي.

اندرابي زیاته کړې، چې طالبان له القاعده سره اوس هم اړیکې لري.

هغه وایي؛ د هېواد امنیتي سرتېري د بهرنیو ځواکونو د ملاتړ له مخې په افغانستان کې پر داعش او نورو ډلو فشار راوړی دی.

د امریکا او طالبانو د هوکړې پر بنسټ باید ټول بهرني سرتېري د می په میاشت کې له افغانستان  ووځي؛ خو امریکا ویلي، چې دوی پر یادې هوکړې له سره غور کوي.

اندرابي د هیواد د امنیتي وضعیت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وړاندوینو ته هم ، چې یو شمېر سیمې به طالبان ونیسي له ننګونو سره مخ کړې او وایي، چې امنیتي ځواکونه کولی شي د افغانستان خاوره په خپل واک کې ولري؛ خو د بهرنیو ځواکونو ملاتړ ته اړتیا لیدل کیږي، چې لرې پرتې سیمې تر څارنې لاندې ونیسي.

هغه اسوشیټیډ پریس ته ویلي؛ افغان امنیتي ځواکونه کولی شي د پلازمېنې په ګډون هغه ښارونه او سیمې، چې دمګړۍ یې تر واک لاندې دي خوندي او وساتي.

اندرابي زیاته کړې: مونږ فکر کوو، چې افغان امنیتي ځواکونو سږکال طالبانو ته ثابته کړې، چې دوی نشي کولی د هېواد پراخه ځمکه تر واک لاندې ولري.

 د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې هغه د کابل اوسیدونکیو له اندېښنو هم خبر دی؛ خو اوس هم ۷۰ سلنه پولیس له وسلوالو طالبانو سره درندې جګړې کوي  او هره ورځ له ۱۰۰ ډېر بریدونه پرې تر سره کیږي.

اندرابي زیاته کړې؛ په تېره میاشت کې یې ۴۰۰ هغه کسان نیولي، چې  په موخه ییزو وژنو کې ککړ ول.

د اندرابي د څرګندونو له مخې، افغان پولیس پر وسلوالو نښتو سربېره د مخدره توکو له کښت، تولید او قاچاق سره هم جنګيږي.

هغه زیاته کړې که په هېواد کې سوله تامین شي؛ پولیس به د مخدره توکو پر وړاندې خپله مبارزه ګړندی کړي او د جرمونو کچه به هم راټیټه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تاوتریخوالی او په ځانګړي توګه موخه ییزې وژنې پدې وروستیو کې ډېری شوي او هیچا یې پړه هم پر غاړه نده اخیستې.

Trending

Exit mobile version