تازه خبرونه

د بهرنیو چارو وزارت د مس عینک پروژې د عملي کار پر پیل ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۷, ۱۴۰۲)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره په کتنه کې د مس عینک پروژې د عملي کار پر پیل ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې د افغانستان اړوند ادارې د دې پروژې لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د بهرنيو چارو وزارت د خبر پاڼې له مخې، چې د دوشنبې پر ورځ ۰ د لیندۍ ۲۷ خپره شوې؛ امیر خان متقي په بېجينګ کې د اسلامي امارت د سفير د کار پیل يو اړین پرمختګ وباله او په نړيوالو غونډو کې يې د چين له مثبت دريځه ستاينه وکړه.

هغه دا هم ویلي؛ دواړه لوري باید پر داسې لارو چارو کار وکړي، چې چین ته د افغانستان صادرات ډېر شي.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي يو شياوینګ ویلي، هېواد یې د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی لري او هیڅکله به یې په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه‌کړي.

يو شياوینګ یادونه وکړه، چې چين د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختيا لپاره له افغانستان څخه پر وارداتو ګمرکي تعرفه د پام وړ کمه کړې ده.

دغه چينايي ډيپلوماټ ټينګار کړی، چې د مس عينک پروژې د عملي کار د پيل په اړه به د دواړو هېوادونو اړوند څانګې ډېر نور کار وکړي.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د سوداګرۍ د کچې پر لوړولو او په سیاسي برخه کې د ډېرو نورو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

Trending

Exit mobile version