تازه خبرونه
د بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړي پلاوی ترکیې ته روان شو
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي؛ د دې وزارت یو لوړ پوړی پلاوی د ترکیې هېواد د بهرنیو چارو د وزیر مولود چاووش اوغلو په بلنه انقرې ته روان شو.
یاد پلاوی به د ترکیې له لوړ پوړیو چارواکو سره پر دوه اړخیزو همکاریو، سوداګریزو اړیکو، بشري مرستو، کډوالو چارو، هوایي ټرانسپورټ او یو لړ نورو اړوند موضوعاتو خبري وکړي.
یادې سرچینې ویلي؛ له مولوي امیرخان متقي سره په دې سفر کې ملا خیرالله خیرخوا، ملا عبدالحق وثیق، مولوی نورجلال جلالي، شیخ شهاب الدین دلاور، محمد سهیل شاهین، حاجی محمد ابراهیم او عبدالقهار بلخي مل دي.
له دې مخکې د مولوي متقي په مشرۍ يو لوړپوړي پلاوي په دوحه کې د امريکا، چين او ځينو نورو غربي هېوادونو له استازیو سره پر سياسي، اقتصادي او ځينو نورو مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.
پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته دا لومړی رسمي سفر دی، چې د بهرنيو چارو وزير يې يو بهرني هېواد ته پیلوي.
دغه راز قزاقستان تېره ورځ د افغانستان په اړه د یوی ناستی کوربه و، چې په کې د منځنۍ آسیا د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر څنګ د هند او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو هم حضور درلود.
د روسیی د بهرنیو چارو وزیر په دې ناسته کې څرګنده کړې، چی د مسکو له ناستی وروسته یوه بله نړیواله ناسته د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندی د افغانستان په اړه جوړیږي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په انقره کې له خپل اندونیزیايي سیال رټنو مارسوډي سره یوې ګډې خبري غونډې ته ویلي؛ مونږ د افغانستان وضعیت له نږدې څارو او په پام کې لرو، چې په راتلونکي کې د ځینو بهرنیو چارو وزیرانو سره کابل ته سفر وکړو.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران هم په افغانستان کې له ستر سیاسی بدلون وروسته د دې هېواد په اړه د ګاونډ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو انلاین ناستی کوربتوب وکړي.