سیمه ییز خبرونه

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د یوه پلاوي پر مشرۍ له بدخشان ولایت لیدنه وکړه

Published

on

د بدخشان سیمه‌ییز و چارواکو ويلي؛ د چارشنبې پر ورځ مولوي امیرخان متقي او ورسره مل پلاوي یې د دې ولایت د اوسيدونکیو د ستونزو د څېړلو لپاره دې ولایت ته سفر وکړ.

د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ مشر معزالدين احمدي وايي؛ د ملي راډيو ټلويزيون مشر احمدالله وثيق هم له اميرخان متقي سره په دې سفر کې مل دى او د دغه ولايت د دولتي ادارو او سیمه ییزو چارواکو سره یې د خلکو پر شته ستونزو خبرې وکړې.

د معزالدین احمدي د څرګندونو له مخې، په دې سفر کې د تاجکستان او افغانستان تر منځ د پولې دواړو غاړو ته د میشتو قومونو ترمنځ د ښو اړیکو د رامنځته کولو، د ډیپلوماسۍ له لارې د سرحدي ستونزو د حل، د مجاهدینو او عامو خلکو ترمنځ د ښو اړیکو پر څرنګوالي، د خلکو د اقتصادي او ښوونیزو ستونزو پر حل او  څېړلو بحث او  خبرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د تخار ولایت امنیتي مسوولینو له تاجکستان سره د سرحدي سیمې له امنیتي خوندیتوبه ډاډ څرګند کړی او ټینګار شوی، چې هیچا ته به اجازه ورنکړي، چې د افغانستان له خاورې تاجکستان ته ګواښ رامنځته کړي.

Trending

Exit mobile version