تازه خبرونه

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی د یوه پلاوي پر ملتیا پاکستان ته ځي

Published

on

د بهرنيو چارو وزارت څرګنده کړې، چې سبا (چارشنبه د لړم ١٩) د دغه وزارت چارسمبالی مولوي اميرخان متقي به د يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي پر ملتیا پاکستان ته سفر وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ټویټ کړی، چې له مولوي امیرخان متقي سره به په دې سفر کې د صنعت، سوداګرۍ او مالیې وزارتونو د چارسمباليو په ګډون یوه کاري ډله هم ملګرتيا ولري.

د عبدالقهار بلخي د څرګندونو له مخې؛ دوی به پر دوه اړخیزو اړیکو، ترانزیټ، سوداګري، د کډوالو وضعیت او کډوالو بحث او خبرې وکړي.

په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته به اسلام آباد ته د دغه پلاوي لومړی کاري سفر وي.

Trending

Exit mobile version