Connect with us

تازه خبرونه

د بودجې کموالی به مو له نړیوال ناورین سره مخ کړي – د خواړو نړیوال پروګرام

خپور شوی

د

د ملګرو ملتونو د خواړو نړیوال پروګرام  یا WFP د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د خوراکي توکو په مرستو کې هر، یو سلنه کمښت به له ۴۰۰ زره څخه ډېر خلک له لوږې او قحطۍ سره مخ کړي.

په دې حالت کې د خواړو نړیوال پروګرام اړ دی، چې د بسپنه ورکوونکیو د مرستو له کمېدو سره دا لږ مرستې هم راکمې کړي.

د خواړو نړیوال پروګرام کارپوهانو خبرداری ورکړی؛ په راتلونکیو ۱۲ میاشتو کې به په ټوله نړۍ کې نور ۲۴ میلیون خلک له بېړنۍ لوږې سره مخ کړي، چې د اوسنۍ کچې پر پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښیي.

د خواړو نړیوال پروګرام اجرائیوي رییس سیندي مک‌کین ویلي: په ټوله نړۍ کې له هغو خلکو سره، چې لوږې ځپلي؛ اړتیا لرو، چې د ژوند ژغورنې پر مرستو د لوږې کچه راټیټه کړو. که مونږ دغه ملاتړ ترلاسه نه‌کړو او د ناورین مخه ونه‌نیسو؛ نو نړۍ به له شک پرته د شخړو ، ناکراریو او ولوږې ډېرېدنه وویني. یا؛ خو به مونږ د نړیوالې بې ثباتۍ اور ته لمن وهو، یا به د اور د مړکولو لپاره ګړندۍ هڅې کوو.

د خواړو نړیوال پروګرام په خپره شوې اعلامیه کې راغلي؛ دا مهال په ټوله نړۍ کې ۳۴۵ میلیون خلک د خواړو خوندیتوب نه‌لري، چې ۴۰ میلیون یې د لوږې په بېړنۍ کچه یا د قحطۍ درشل کې دي. دا هغه خلک دي، چې د ژوندي پاتې کیدو لپاره ناهیلو هڅو ته اړ شوي او د خوارځواکۍ له کبله د مړینې له خطر سره مخ دي. د دې بنسټ مرستې ژوند ژغورونکې دي او یوازنۍ هیله ده، چې دوی له لوږې رابېلوي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د خواړو نړیوال پروګرام د خوراکي توکو پر مرستو تکیه کوي.

د روانې میاشتې په پیل کې د خواړو نړیوال پروګرام ویلي، چې په افغانستان کې ۲۱ میلیون خلک د ژوند ژغورونکي خوراکي توکو مرستې، تغذیې او د معیشت ملاتړ ته اړتیا لري؛ خو دوی یوازې د دې وړتیا لري، چې له پېنځه څخه یو له هغو کسانو سره مرسته وکړي، چې د شپې وږي ويده کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې دا پروګرام اړ شو، چې په افغانستان کې له دوه میلیون خلکو سره مرستې کمې کړي.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!