تازه خبرونه
د بودجې کموالی به مو له نړیوال ناورین سره مخ کړي – د خواړو نړیوال پروګرام
د ملګرو ملتونو د خواړو نړیوال پروګرام یا WFP د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د خوراکي توکو په مرستو کې هر، یو سلنه کمښت به له ۴۰۰ زره څخه ډېر خلک له لوږې او قحطۍ سره مخ کړي.
په دې حالت کې د خواړو نړیوال پروګرام اړ دی، چې د بسپنه ورکوونکیو د مرستو له کمېدو سره دا لږ مرستې هم راکمې کړي.
د خواړو نړیوال پروګرام کارپوهانو خبرداری ورکړی؛ په راتلونکیو ۱۲ میاشتو کې به په ټوله نړۍ کې نور ۲۴ میلیون خلک له بېړنۍ لوږې سره مخ کړي، چې د اوسنۍ کچې پر پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښیي.
د خواړو نړیوال پروګرام اجرائیوي رییس سیندي مککین ویلي: په ټوله نړۍ کې له هغو خلکو سره، چې لوږې ځپلي؛ اړتیا لرو، چې د ژوند ژغورنې پر مرستو د لوږې کچه راټیټه کړو. که مونږ دغه ملاتړ ترلاسه نهکړو او د ناورین مخه ونهنیسو؛ نو نړۍ به له شک پرته د شخړو ، ناکراریو او ولوږې ډېرېدنه وویني. یا؛ خو به مونږ د نړیوالې بې ثباتۍ اور ته لمن وهو، یا به د اور د مړکولو لپاره ګړندۍ هڅې کوو.
د خواړو نړیوال پروګرام په خپره شوې اعلامیه کې راغلي؛ دا مهال په ټوله نړۍ کې ۳۴۵ میلیون خلک د خواړو خوندیتوب نهلري، چې ۴۰ میلیون یې د لوږې په بېړنۍ کچه یا د قحطۍ درشل کې دي. دا هغه خلک دي، چې د ژوندي پاتې کیدو لپاره ناهیلو هڅو ته اړ شوي او د خوارځواکۍ له کبله د مړینې له خطر سره مخ دي. د دې بنسټ مرستې ژوند ژغورونکې دي او یوازنۍ هیله ده، چې دوی له لوږې رابېلوي.
افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د خواړو نړیوال پروګرام د خوراکي توکو پر مرستو تکیه کوي.
د روانې میاشتې په پیل کې د خواړو نړیوال پروګرام ویلي، چې په افغانستان کې ۲۱ میلیون خلک د ژوند ژغورونکي خوراکي توکو مرستې، تغذیې او د معیشت ملاتړ ته اړتیا لري؛ خو دوی یوازې د دې وړتیا لري، چې له پېنځه څخه یو له هغو کسانو سره مرسته وکړي، چې د شپې وږي ويده کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې دا پروګرام اړ شو، چې په افغانستان کې له دوه میلیون خلکو سره مرستې کمې کړي.