پرمختګ او بشپړتیا
د بيات بنياد د مرستو كاروان ميدان وردگو ته ورسيد
دا مرسته د بيات بنياد او ولايت مسوولينو پر اړمنو خلكو ووېشله .
د بيات بنياد د غذايي موادو د مرستې بهير، چې د روژې په مباركه مياشت كې له كابل پيل شوى و اوس ميدان وردگو ته ورسيد.
په وردگو كې له سلو ډېرو بېوزلو كورنيو سره مرسته وشوه.
د بيات بنياد مرستيال د مرستې د وېش پرمهال وويل، چې:
دا مرستې به د هېواد نورو ولايتونو ته هم ورسيږي .
هغه له ټولو افغانانو، چې په دې كاركې يې له بيات بنياد سره مرسته كړې مننه وكړه.
د وردگو ولايت مرستيال علي احمد خاشع د روژې په مباركه مياشت كې له اړو كورنيو سره مرسته د لوى اجر ، ثواب او د لوى خداى ج د رضايت لامل گڼي .
هغه له ټولو شتمنو وغوښتل، چې:
له بېوزلو كورنيو سره مرسته وكړئ.
مرسته شوې كورنۍ له نورو شتمنو كسانو هم غواړي، چې مرسته ور سره شي .
بيات بنياد تراوسه د روژې په مياشت كې د خپلو مرستو په لړ كې له زرو ډېرو كورنيو سره مرسته كړې او مرستې يې روانې دي.