تازه خبرونه
د بيات بنياد د ځواكمنو خوراكي توكو د وېش لړۍ پيل شوه
په كابل كې د سردار کابلی د لیسې د ابتدائيه دورې پر زدكوونكيو د بيات بنياد له لوري د ځواكمنو خوراكي توكو د سږكال لومړنۍ جوپه ووېشل شوه.
د دې توكو د وېش پرمهال د بيات بنياد مرستيال حاجي محمد اسماعیل او د نوموړې لیسې مسوولین هم حاضر ول.
د بیات بنیاد رييس انجينر احسان الله بيات د ځواكمنو خوراکي توکو د وېش لړۍ تېر كال پيل كړه. دا خوراكي توكي هغو ماشومانو ته وركول كيږي، چې د خوار ځواكۍ له ناورغۍ كړيږي.
تېر کال هم د دی ټولگی زر بستی په کابل او ولایتونو کی په اړو ماشومانو وېشل شوې وې او سږنۍ لړۍ يې د سې شنبې په ورځ(د وري۲۶) د سردار کابلي له لیسې پیل شوه.
د بیات بنیاد د مرستیال حاجی محمد اسماعیل په وینا، ماشومانو لپاره د ځواكمنو خوراكي توكو د وېش لړۍ به په مرکز او ولایتونو کې روانه وي.
د سردار کابلي د لیسې مدیره نسرین سلطاني وايي:
په اوسنیو حالاتو کې د ځواكمنو خوراكي توكو وېش ته ډېره اړتیا ده.
بیات بنیاد هر کال د ښوونې او رورنې په برخه کې د لومړیتوبو پر بنسټ په پراخ مټ قرطاسیه ، پوښاک، سپورتی وسایل او خوراکي توکي د پوهنې وزارت په واك كې وركوي.
د دی بنیاد خوراکي مرستې په داسې حال کې وېشل کیږي، چې هر کال د نړیوال خوراک سازمان د څرگندونو له مخې ۳/۶ میليون ماشومان خپل ژون له لاسه ورکوي.