سیمه ییز خبرونه

د بيات بنياد د ځواكمنو خوراكي توکو ټولگه ننگرهار ولایت ته رسیدلې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغانستان د نړۍ یو له هغوهېوادونو څخه دى، چې په كې د خوارځواكۍ په ناروغۍ د اخته ماشومانو كچه خورالوړه ده.

بيات بنياد سږ كال خوارځواكو ماشومانو ته د ځواكمنو خوراكي توكو رسول خپل شعار ټاكلى او هوډ یې کړى، چې د هېواد په گوټ گوټ کې خوار ځواکو ماشونو ته دا توكي  ورسوي.

بیات بنیاد د همدې لړ په ترڅ کې دا ځل ننگرهار ولایت ته د خوار ځواکو ماشومانو د مرستي لپاره د ځواكمنو خوراکي توکو ټولگه راستولې ده.

پرخوارځواکو ماشومانو د قوي خوراکي توکو د وېش پرمهال د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل وویل، چې:

د هېواد په نورو سیمو کې به هم دا توكي په نږدې راتلوونکې کې پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته د قوي خوراکي توکو مرستې واستوي.

حاجي محمد اسماعیل زياته كړه:

بیات بنیاد هوډ کړی، چې په هېواد کې د خوارځواکۍ کچه راټیټه کړي.

هغه خوارځواکه اړماشومان او د هغوی میندې، چې د بیات بنیاد له خوا یې د ځواكمنو خوراکي توکو مرسته ترلاسه کړې له بیات بنیاد څخه مننه کوي او وايي:

بیات بنیاد هر وخت د اړو او بېوزله کورنیو د ماشومانو غښتلتیا او پالنې ته وردانگلي او د هغو لاسنیوی يې کړی دى.

د ننگرهار د ښځو چاروریيسه انیسه عمراني، چې د بیات بنیاد د مرستو لپاره یې د میرمنو پرمټ سلگونه خوار ځواکه ماشومان راټول کړي وايي، چې:

د خوارځواكۍ د ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره دغه ډول خوراكي توكي ډېر گټور دي.

نوموړې د روغتيايي خدمتونو په برخه كې د بيات بنياد مرستې او هڅې وستايلې.

بيات بنياد د هېواد د بېلابېلو سيمو په بنسټيزو پروژو كې د فعالې ونډې تر څنگ د ميندو او ماشومانو روغتيا ته هم زياته پاملرنه كړې ده.

په مزارشريف ښار كې يې صالحه بيات روغتون، په فارياب كي د مريم بيات روغتون، په دايكندي كې يې د زهرا بيات روغتون، د ننگرهار په توره بوړه كې يې د فاطمې بيات روغتون، په ميدان وردگو كې يې د بي بي گل تاج روغتون، په لښكرگاه ښار كې يې د فاطمه بيات روغتون، په گرديز كې يې د گوهر تاج روغتون، په سرپل كې يې د بيات بنيات كلنيك، په كابل كي يې د رابعه بلخي روغتون د داخلې څانگي بيارغونه او په اندراگاندي روغتون كې د ماشومانو د عاجلي څانگي له جوړولو څخه يادونه كولى شو او پر دې سربېره یې هر وخت د هېواد په گوټ گوټ کې له طبيعي پېښو څخه زيانمنو او نورو اړو کورنيو ته هم  د خپلو مرستو لړۍ وررسولې ده.

Trending

Exit mobile version